IQNA

د ایکنا لخوا د «۱۵ پيړیو  د نور او رحمت پیغمبر پیروي» نومې نړیوال ویبینار ترسره کیږي

5:44 - September 08, 2025
د خبر لمبر: 3491670
ایکنا - د  ایکنانیوز  له خوا د نړۍ د بېلابېلو حوزو او پوهنتونونو د عالمانو او پوهانو په ګډون د «۱۵ پيړیو د نور او رحمت پیغمبر پیروي»نومې  نړیوال ویبینار  ترسره کیږي.

د ایکنا د راپور له مخې، دا نړیوال ویبینار د ختمي مرتبت، محمد مصطفيٰ (ص) د زوکړې د ۱۵۰۰ کلیزې په مناسبت د قران کریم نړیوال  خبري اژانس (ایکنا) په کوربه توب د سه شنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ کال د وږي یا سنبلې د میاشتې  ۱۸ ، د غرمې له  ۱:۰۰ بجې ترسره کیږي.

د دغه ویبینار چورلیزونه  به دا وي:

د قران او احادیثو له نظره د اسلام د پیغمبر (ص) نړیوال  رسالت

د نبوي سیرت په رڼا کې تساهل، تسامح او مدارا

پیغمبر اکرم (ص)؛ د ټولو زمانو لپاره غوره بېلګه

د نبوي سیرت او دیني هویت بیا پیژندنه

د لویدیځ د نړیوال کولو د نظرئې په مقابل کې د اسلام تل پاتیکیدا  او د امت واحده مفهوم

دا ویبینار د د حوزې او پوهنتون استاد، حجت الاسلام والمسلمین سیدحسین خادمیان نوش آبادي، د ایکنا د مبین اسټوډیو د میلمه په توګه او په مجازي  یا انټرنیټي برخې کې به د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د عالمانو او پوهانو په وړاندې کولو سره په آنلاین بڼه ترسره شي.

د نجف اشرف مرجع تقلید، آیت الله شیخ محمد یعقوبي، د میشیګان پوهنتون د تاریخ استاد ډاکټر خوان کول، او د «محمد: د امپراتوریو د جګړو په اوج کې د سولې پیغمبر» کتاب لیکوال،  او د حوزې او پوهنتون استاد او د قم د کلتوري اړیکو د ادارې  د استازولۍ مشر، حجت الاسلام والمسلمین یحیی جهانګیري،  د مصر د الازهر پوهنتون استاد، ډاکټر عبدالسلام قوی، د لبنان د مسلمانو عالمانو د ټولنې مشر او شیخ یوسف غازي حنینه، به په مجازي برخه کې د دې ویبینار د چورلیزونو په اړه خپلې ویناوې وړاندې کړي.

همدارنګه، د دې ویبینار آنلاین خپرونه د اپارات ویب پاڼې له لارې په www.aparat.com/iqnanews/live پته ممکنه شوې او د حاضرینو ویناوې به وروسته د فارسي ژباړې سره د ایکنا په ویب پاڼه خپرې شي.

https://iqna.ir/fa/news/4303013

captcha